Search all websites

Wednesday, September 5, 2018

Who is imam mahdi

مِهدی صاحب څوک ده او ولی مِهدی ورته وایی؟
🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐
دمهدی صاحب اصلی نوم محمد بن عبدالله حسنی علوی قریشی دی،
چه دنبی علیه السلام له اولادی څخه دی او قیامت ته نږدی به په مکه مکرمه کی ظهور کوی او دنیابه داسی له عدل څخه ډکوی لکه څنګه چه مخکی د ده له راتګ څخه له ظلم نه ډکه وه.
نوم دپلار نوم اوصاف او شکل به یی نبی علیه السلام ته ورته وی.
لاتذهب أولاتنقضی الدنیاحتی یملک العرب رجل من اهل بیتی یواطئ اسمه اسمی) سنن ابی داؤدالفتن حدیث ۲۲۸۲/ وهوحدیث حسن صحیح
🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐
مهدی صاحب یو ښایسته ځوان دی چی عمر به یی نږدې څلویښت کالو ته رسیږی، غنمرنګ به وی، جګه پُزه لری چی د پُزی په مابین کی به یوه علیحده جګوالی ولری چه دده ښایست به یی نور هم ور ډیر کړی وی،
ښه جګ او پراخه تندی به لری، او ښی ښایسته توری سترګی به یی وی، ښه سپین ښایسته غاښونه به لری چی د برق په شان به ځلیږی، او ښه ګڼه ږیره به یی وی، او په غومبری (باړخو) باندی به یی یو خال وی چی خلک به هغه حسنه یا زیبایی بولی، مخ به یی دځلانده ستوری په شان ځلیږی، د یوه داسی قد درلودونکی به وی چه نه ټیټ او نه به ډیر جګ خو مائل جګوالی ته به وی،
او په بدن به ډیر چاغ نه وی، په ژبه کی به لِږ لِږ بندیږی، یعنی لِږ څه په تکلیف به خبری کوی، دخبرو کولو په وخت کی به خپل لاس په راسته ورانه باندی ټکوی، پدغه وخت کی چه لاس په ورانه باندی وهی نو د ده ژبه به جاری کیږی، دا هغه معلومات وه چه مختلفو روایاتو او احادیثو ذکر کړی دی
🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐🌐
ده ته ولی مهدی وایی؟

ځکه مهدی ورته وایی چه الله (ج) به په یوه شپه کی د هر څه هدایت ورته وکړی یعنی د خلافت لپاره به لیاقت او هدایات په یوه شپه کی ورکړی..

(المهدی منااهل البیت. یصلحه الله فی الیلة)مسنداحمد..

او یا ځکه ورته مهدی وایی چه ده ته به د یوې پټی لاری څخه هدایت او لارښوونه کیږی او دی به تورات او انجیل په اصلی صورت سره لکه څنګه چه نازل شوی دی را وباسی بیله تحریف او لاسوهنی څخه.

او د دی یوه معناداهم بیان شوی ده چی الله تعالی به په یوه شپه کی یادشپی په یوه برخه کی دهغه ټول معاملات سم کړی اودهغه شان به لوړکړی داسی چی ټول اهل حل والعقد به په یوه شپه کی دهغه په خلافت متفق شی (داتشریح ملاعلی قاری دمرقات په /۵/۱۸۰/ صفحه کی کړی ده.....! نور معلومات بل وخت ان شاءالله.

No comments:

Post a Comment