Search all websites

Tuesday, September 4, 2018

13 advice

13 غوره نصیحتونه
1 - دقرض څخه ځان ساته، ځکه قرض دورځی ذلت دی اود شپی غم دی .
2 - سوال مه کوه، ځکه سوال دحیاء اوبه دمخ څخه ختموی.
3 -په شر باندی شر مه دفع کوئ،بلکی په خیرباندی شر دفع کیږی.
4 - توبه مه وروسته کوه، ځکه مرګ ناڅاپه راځی.
5 - دحسد نه ځان ساته،ځکه حسد دین بربادوی، نفس کمزوری کوی، او خپګان راولی.
6 - دغوصی اولنی حالت لیونتوب وی او اخری حالت یی پښمانتیا وی.
7 - دهر حکمت سر نرمی کول دی.
8 - دبد ملګری نه ځان وساته، د بد ملګری مثال دتوری دی شکل یی ښائسته وی او اثر یی بد وی .
9 - دالله تعالی سره شرک مه نیسه، ځکه شرک ډیر لوی ظلم دی.
10 - خپل طعام په نیکانو خلکو وخوره،او په ټولو کارونو کی دعلماءو سره مشوره کوه.
11 - چپ کیناستل د بی فائدی خبرو نه غوره وی.
12 - که یو سړی درسره دغوصی په حالت کی انصاف وکړه، نو بیا ورسره دوستی وکړه
13 - چا چی راز وساته نو اختیار به یی په خپل لاس کی وی.

No comments:

Post a Comment