نبوي اخلاق!
یو سپین ږیري مات شوي بادام د رسول اللهﷺ مخې ته کیښودل، رسول اللهﷺ به د هر بادام په خوړلو سره یو ځل سپین ږیري ته وخندل او د سپین ږیري پر خوله به سپین بریت موسکي شول، رسول اللهﷺ ته اصحاب کرام په تمه وه چې، اوس به دوۍ ته هم ووایي چې، راشئ بادام وخورئ؛ خو داسې ونه شول.
سپین ږیری ولاړ او اصحاب کرامو وپوښتل چې، یا رسول اللهﷺ مخکې به دې هر شی موږ سره شریکوه؛ خو نن دې غږ ونکړ!
خبر یاست چې، رسول اللهﷺ څه وفرمایل؟
رسول اللهﷺ ورته وویل:
-بادام بېخي ترخه وه، که له تاسې څخه یوه هم تریخ بادام تو کړی وای؛ نو د اخلاصمن سپین ږیري خندا به په غم بدله شوې وای.
ګرانو وروڼو!
زمونږ ستر لارښود حضرت محمدﷺ مونږ ته داسې درس او تعلیم راپرېښی دی چې، د ژوند تېرولو لپاره ډېره بهترینه لاره ده او دُنيا او آخرت بریالیتوب هم په همدې کې نغښتی دی؛ خو متاسفانه چې، مونږ د رسول اللهﷺ له سیرت څخه ناخبره یو؛ ځکه په ستونزو او مشکلاتو کې راګير یو.
راځئ چې د رسول اللهﷺ سیرت مطالعه کړو او پخپل ژوند کې یې عملي کړو چې، له ژوند څخه خوند واخلو او د آخرت د ښکلا سبب مو هم وګرځي.
No comments:
Post a Comment