Search all websites

Saturday, August 11, 2018

حكايت اسلامي

تر اخره ولولی دیره د پند نه ډکه کیسه ده
د درود شریف په اړه ډېره خوندوره کیسه! زما يې په سترګو کې اوښکې راوستې
   
  يو سړی چې ډېر زیات پوروړی وو، پور یې پنځه سوه (۵۰۰) دينارو ته ورسېد؛ نو د خلکو لخوا ډېر ځورول کېده، ځکه چې د پور د ورکړې وخت یې پوره وو؛ خو ده سره یو دينار هم نه وو. له خلکو څخه ډېر تنګ شو او له ډېرې مجبورۍ څخه یوه ورځ یو مشهور تاجر ته ولاړ او خپله کیسه یې ورته وکړه.
تاجر پنځه سوه (۵۰۰) دينار ورکړل او نیټه یې ورسره وټاکله چې، په فلانکۍ نیټه به د تاجر پور بېرته ورکوي.
سړي دا پنځه سوه (۵۰۰) دينار په هغو خلکو ووېشل چې، ده ترې پور اخیستی وو.
د وخت په تېرېدو سره د تاجر د پور نېټه هم راورسېده.
تاجر هم له پوروړي سړي څخه په داسې حال کې خپل پور وغوښت چې، نوموړی په بد حال وو او یو دينار هم ورسره نه وو.
سړي ورته وویل: زه خو هیڅ هم نلرم، لږ نور وخت هم راکړه؛ خو تاجر ورسره ونه منله او خبره آن تر قاضي پورې ورسېده...
کله چې قاضي د دوی موضوع واورېده؛ نو پوروړي ته یې د بند سزا وټاکله او ورته یې وویل چې، ته به تر هغې بندي کېږې چې، تر څو پورې دې د تاجر پور نه وي ورکړی.
پوروړي ورسره ومنله؛ خو قاضي ته یې وویل: که نن شپه کور ته د تللو اجازه راکړې، تر څو خپل ماشومان وګورم، سهار ته به زه پخپله بېرته راشم.
قاضي ورته وویل: سمه ده، خو څه ضمانت به راکوې چې، ته به سبا بېرته راځې؟
سړي ورته وويل: ضمانت به مې رسول الله صلی الله علیه وسلم کوي! یعنې: که سبا زه رانغلم؛ نو زه به د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اُمتي نه یم.
قاضي له لږ ځنډ وروسته ورسره ومنله، سړی کور ته ولاړ...
کله چې کور ته ورسېد، خپلې ښځې ته یې ټوله کیسه وکړه او ورته یې وویل چې، نن مې درسره آخري شپه ده او سبا به زه بندي كېږم.
ښځې یې ورته وویل چې، ته نن شپه قاضي په څه ضمانت راپرېښودې؟
سړي ورته وويل چې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ضمانت یې راپرېښودم، ښځه یې په ټوله کیسه پوه کړه.
دا چې ښځه یې ډېره دینداره او نېکه ښځه وه؛ نو خپل خاوند ته یې وويل: راځه نن ټوله شپه زه او ته په ویښه تیروو او پر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم به درود شریف وایو...
سړي ورسره ومنله او دواړو په درود ويلو پیل وکړ، د شپې په وروستۍ برخه کې په سړي خوب غالبه شو او په درود ویلو کې ویده شو.
په خوب کې سړي ته حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راغی او ورته یې وویل: ته به سهار وختي د سیمې والي ته ولاړ شې او ورته به ووایې چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم درته سلام ویلې او له سلام څخه وروسته یې ویل چې، په ما پنځه سوه (۵۰۰) ديناره پور دی، که هغه پور زه پرې نه کړم؛ زه بندي کېږم؛ نو زما پور به ته پرې کوې، او که والي درته وویل چې، زه څنګه تا ریښتونی وبولم؛ نو ته به ورته ووایې چې، ته هره شپه په رسول الله صلی علیه وسلم زر (۱۰۰۰) ځله درود وایې او تېره شپه پکې خطا شوی یې؛ خو ستا درود رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پوره رسېدلى دی.
کله چې سړی له خوبه راويښ شو؛ نو په ډېره بېړه والي ته ولاړ او د خپل خوب ټوله کیسه یې ورته وکړه.

والي ورته وویل: زه څنکه تا ریښتونی وبولم؟
سړي ورته وویل: ته هره شپه په رسول الله صلی الله علیه وسلم زر (۱۰۰۰) ځله درود وایې؛ خو تېره شپه یې په حساب کې غلط شوی یې؛ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې، ستا درود پوره رارسېدلی دی.
والي راولاړ شو، سړی یې په غېږ کې ونیوه او په مخ یې ښکل کړ. پنځه ‌سوه‌ (۵۰۰) دينار یې د پور ورکړل او پنځه سوه (۵۰۰) نور یې همداسې ورکړل.
سړی ډېر خوشحاله شو او د قاضي په لور روان شو. کله چې د قاضي دفتر ته ننوت، قاضي د سړي په لیدلو راپورته شو، سړی یې په غېږ کې ونیوه، په مخ یې ښکل کړ او ورته یې وويل: ای بختور سړیه! ماته بیګا ستا له برکته رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې راغی او راته یې وويل چې، ددې سړي پور به خامخا ته پرې کوې! قاضي پنځه سوه دينار د تاجر د پور لپاره ورکړل او پنځه سوه نور یې همداسې ورکړل، له لږ ځنډ څخه وروسته تاجر راغی، تاجر چې کله دا سړی ولید، هغه هم په غېږ کې ونیوه او ښکل یې کړ. تاجر هم ورته وویل چې، ستا له برکته مې بېګا شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې ولید او راته یې وویل چې، ده ته به پور پرېږدې.
تاجر هم خپل پور ورته پرېښود او پنځه سوه دينار یې نور هم سړي ته ورکړل.

مأخذ: فضل الصلوة على النبي لناصر الدين النبهاني.

ګرانو ورونو او خویندو!
درود شریف ویل ډېر ستر عمل دی، عجیبه خبر خو دا ده چې، الله تعالى او د هغې فرښتې هم په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم درود وایي؛ لکه څنګه چې، الله تعالی د قرآنکريم د (الاٴحزَاب) سورت په (۵۶‌) نمبر آیت کې فرمایلي:
-«إِنَّ اللَّهَ وَمَلٰٓئِكَتَهُۥ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِىِّ ۚ يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا»

ژباړه:
-الله او د هغه پرښتې پر پېغمبر (ص) درود وايي. اې مؤمنانو! تاسې هم پر هغه درود او سلام وواياست.

له پورتني آیت شریف څخه معلومېږي چې، درود ویل ډېر ستر فضیلت لري.

همدا ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
-مَنْ صَلّٰى عَلَيَّ وَاحِدَة صَلَى اللهُ عَلَيْهِ عَشْرًا. (مشكوة: ج۱ صـ۸۶)

ژباړه:
-كه چا پر ما باندې يو ځل درود شريف ووايه؛ نو الله تعالى به پر هغه شخص لس ځلي رحمت نازل كړي.

راځئ چې په پوره ذوق سره پر خوږ نبي کریم حضرت محمد صلی الله علیه وسلم درود شریف ووایو:

«اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ»

یوه غوښتنه:
-که پورتنۍ لیک

No comments:

Post a Comment