نبي کريم صلی الله علیه وسلم يوه صحابي په نامه دعبدالله بن حذافة سره دکسری وبادشاه ته سره دخط واستوئ کله ،چي دکسری بادشاه خط ووايه نوخط ئې څيري کړئ بيايې باذان ته خط وليکئ ،چي هغه په دغه وخت کي په يمن کښي وو ،چي دغه دحجاز وسړي ته مرادئې نبي کريم صلی الله علیه وسلم وو دوه قوي کسان وليږه ،چي ماته ئې حاضرکړي باذان دوه کسان په نبي کريم صلی الله علیه وسلم پسي وليږل اوپه خط کى ئې نبي صلی الله علیه وسلم ته وليکل ،چي ددغه دووکسانوسره کسری ته حاضرسه کله ،چي دغه دوه کسان نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته راغله ږيري ئې خريلي وې اوبرېتونه ئې غټ کړي وه نونبي کريم صلی الله علیه وسلم دوى ته کتل بدوگڼل نوئې ورته اوويل ،چي خوار سئ دادرته چاه ويلي دي(چي ږيري وخروئ اوبرېتونه غټ کړې هغو ورته وويل )چي زموږ پادشاه نونبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته اوويل ،چي ماته زمارب حکم کړى دئ ،چي ږيره اوږده اوبرېتونه کوچني کړم بياهغه خلگ نبي صلی الله علیه وسلم سباته راوغوښتل کله ،چي هغه سباراغله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته دکسرى دمرگ خبرورکړئ ،چي هغه خپل زوى وژلى دئ اوباذان ته وویاست ،چي مسلمان سه کله ،چي دغه دوه کسان باذان ته راغله داواقعه ئې بيان کړه دهغې وروسته دکسرى دمرگ خبردکسرى دزوى دطرفه بازان ته راورسيدئ ،چي ماخپل پلارمړ کړئ اونبي صلی الله علیه وسلم ته دتکليف رسولوڅخه لاس واخله نوبيادغه باذان وويل ،چي داپه يقيني توگه نبي صلی الله علیه وسلم دئ نوايمان ئې راوړئ اونورو فارسيانوهم ايمان راوړئ داواقعه خوډېره اوږ ده ده موږ دلته په لنډوټکوکي رانقل کړه.[۱]
نورو ملګرو ته شير کړۍ دوستانو
:::::::::::::::::::::::::مخلص جانان:::::::::::::::::::::::::
نورو ملګرو ته شير کړۍ دوستانو
:::::::::::::::::::::::::مخلص جانان:::::::::::::::::::::::::
No comments:
Post a Comment