Search all websites

Friday, November 30, 2018

معلومات اسلامی

ملائکې څنګه مري؟

الله تعالى په قرآن کریم کې فرمایي:
-«كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ، وَيَبْقٰى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْإِكْرَامِ»
ژباړه:
-هر څه چې پر دغې ځمکې باندې دي، فنا کېدونكي دي او یواځې ستا رب چې د جلال او درناوي خاوند دی، باقي پاتې كېدونكى دى.

علامه ابن الجوزي رحمه الله په «بستان الواعظین و ریاض السامعین» کې لیکي:

-کله چې اسرافیل علیه السلام د لومړي ځل لپاره د صور شپیلۍ پو کړي؛ نو ځمکه به د سختې زلزلې له امله ټوله اواره او برابره شي؛ د ځمکې ټول اوسېدونکي به هلاک شي؛ د اوو اسمانونو ټولې ملائکې به مړې شي؛ تسبیح ویونکې او صف درېدونکې ملائکې به هم ټولې مړې شي؛ عرش پورته کوونکی او د الله تعالى تمجید او بزرګي بیانوونکي فرشتې به هم مړې شي او څلور مقربې ملائکي جبریل، میکائیل، اسرافیل او ملک الموت علیهم السلام به پاتې شي.

د جبریل علیه السلام مرګ:

الله تعالی به وفرمایي:

ای د مرګ ملائکي! څوک پاتې دي؟ سره ددې چې الله تعالی ته به د هرڅه علم وي.

ملک الموت (عزرائیل علیه السلام) به ووایي:

ای زما پروردګاره تاته ښه معلومه ده. اسرافیل، میکائیل، جبریل او ضعیف و ناچاره بنده ملک الموت دې پاتې دي.

الله تعالی به ورته وفرمایي:

-ورشه جبرئیل ته او روح یې قبض کړه. ملک الموت به ولاړه شي او جبریل علیه السلام به د سجدې په حالت کې ومومي، بیا به ورته ووایي:

ای مسکینه! ته له هغه څه څخه کوم شي غافل کړی یې، د څه چې له تا څخه غوښتنه کیږي؟ د آدم ټوله اولاده، د دنیا او ځمکې ټول اوسېدونکي، مرغان، درندې حشرات، د ځمکې اوسېدونکي، د عرش او کرسۍ پورته کوونکي او د سدرة المنتهی اوسېدونکي ټول مړه شول او الله تعالی ماته امر وکړ چې، اوس ستا روح قبض کړم.

هغه مهال به جبریل علیه السلام وژاړي او په زاریو به الله تعالی وایي:
یا الهي! د زنکدن سختۍ راباندې اسانه کړه!

[ای پروردګاره! چې د جبریل غوندې مقربه ملائکه زارۍ کوي او له الله تعالی څخه غواړي چې، د مرګ سختۍ پرې اسانه کړي، په داسې حال کې چې، یوه لحظه یې هم د الله تعالی نافرماني نه ده کړې؛ نو زمونږ بشر به څه حال وي چې، مرګ مو بیخي هېر دی]

ملک الموت به جبریل علیه السلام ځان ته راټینګ کړي او مړ به پر ځمکه ولوېږي ګ.

جبار ذات به بیا ووایي: ای ملک الموت! څوک پاتې شو؟

عزرائیل علیه السلام به ووایي: زما پروردګاره، میکائیل، اسرافیل او ستا کمزوری بنده ملک الموت پاتې شو.

د میکائیل علیه السلام مرګ:

[هغه فرشته چې پر باران او اوبو باندې مقرره ده]

الله تعالی به ووایي: ورشه میکائیل ته او روح یې واخله.

ملک الموت به اسرافیل علیه السلام ته ورشي او هغه به په داسې حال کې ومومي چې، د باران او اوبو انتظار به کوي، تر څو هغه پر وریځو باندې توزیع کړي. ملک الموت به هغه ته ووایي:

ای مسکینه! ته له هغه څه څخه کوم شي غافل کړی یې، د څه چې مطالبه درڅخه کیږي؟ نه د بني آدم، نه  د حیوانانو، نه د درندو او نه د حشراتو رزق پاتې شوی دی. د اسمانونو او ځمکو اوسېدونکي ټول مړه شول؛ د عرش، کرسۍ او ټولو اسمانونو تسبیح کوونکي ملائکې هم مړې شوې؛ اوس الله تعالی ستا د روح د قبض کولو حکم راته کړی دی.

میکائیل علیه السلام به هم هغه مهال په ژړا شي او له الله تعالی څخه به په زاریو غواړي چې، د مرګ سختۍ پرې اسانه کړي.

ملک الموت به هغه په غیږ کې راټینګ کړي او په داسې حال کې به مړ پر ځمکه ولوېږي چې، روح به یې وتلی وي.

الله تعالی به بیا ووایي: یا ملک الموت! څوک پاتې شو؟

عزرائیل علیه السلام به ووایي: ای زما ربه! اسرافیل او ستا عاجز بنده ملک الموت پاتې دی.

د اسرافیل علیه السلام مرګ:

[ هغه ملائکه چې، د صور د شپېلۍ پر پوکلو مأموره ده]

الله تعالی به ووایي: ورشه اسرافیل ته او روح یې وکاږه.

ملک الموت به اسرافیل علیه السلام ته د الله تعالی د امر مطابق ورشي. ( اسرافیل علیه السلام د ډېر ستر جسامت او بدن څښتن لویه فرشته ده) عزرائیل علیه السلام به هغه ته ووایي:

ای مسکینه! څه چې له تا څخه غوښتل شوي دي، له هغه څخه څه شي غافل کړی یې؟ مخلوقات ټول مړه شول او هیڅوک هم پاتې نه شو، اوس الله تعالی حکم راته کړی چې، ستا روح واخلم.

اسرافیل علیه السلام به ووایي: پاک دی هغه ذات چې مخلوقات یې په مرګ سره خاموش کړل؛ پاک دی هغه ذات چې په بقاء سره یې ځان ځانګړی کړ. ای پروردګاره! د مرګ سختۍ او تریخوالی راته اسانه کړه.

ملک الموت به اسرافیل علیه السلام هم ځان ته راټینګ کړي، روح به یې واخلي او بې روحه ستره مجسمه به یې پر ځمکه ولوېږي. که د اسمانونو او ځمکې ټول اوسېدونکي ژوندي وای؛ نو د اسرافیل علیه السلام د لوېدلو له سختۍ او شدت څخه به ټول مړه شوي وای.

د ملک الموت عزرائیل علیه السلام مرګ:

[هغه ملائکه چې د ارواحو پر قبض کولو مأموره ده]

الله تعالی به پوښتنه ترې وکړي چې، څوک پاتې شو ای ملک الموت؟

ملک الموت به ووایي: زما ربه او زما پروردګاره، ستا عاجز بنده ملک الموت پاتې شو.

الله به ووایي:

زما دې په خپل عزت او جلال سره قسم وي، چې زه به په تا هغه څه څکم، څه چې تا زما په بندګانو وڅکی، د جنت او دوزخ تر منځ ولاړ شه او ومره.

ملک الموت به د جنت او دوزخ تر منځ ولاړ شي او یوه هیبت ناکه چیغه به یې له خولې ووځي، که الله تعالی خپل بندګان مړه کړي نه وای؛ نو ټول به د عزرائیل علیه السلام د چیغې له سختۍ او تندوالي څخه مړه شوي وای.

بیا به الله تعالی بلاکیفه دنیا ته ور وګوري او وبه وایي:

-ای دنیا! چیرې دي ستا ویالې، ونې او ودانۍ؟
-چیرې دي پاچاهان او د پاچاهانو اولادونه؟
-چیرې دي جبارین او د جبارینو اولادونه؟
-چیرې دي هغه کسان چې، زما رزق به یې خوړه، زما په نمعتونو کې به یې چړچې کولې او عبادت به یې د نورو کوه؟
نن ورځ پاچاهي د چا ده؟

هیڅوک به ځواب ورنه کړي، بیا به الله تعالی خپله ووایي:

الملک لله الواحد القهار.

نن پاچاهي د الله تعالی ده، هغه چې یک تنها ذات او قهار دی.

ګرانو وروڼو!
مرګ هغه ستر حقیقت دی چې، کفار یې هم مني؛ خو راځئ چې، مونږ او تاسې ورته ځانونه چمتو کړو!


No comments:

Post a Comment