Search all websites

Sunday, November 4, 2018

در اسلام چهار زن چرا روا است

ولې یو نارینه ته څلور ښځې روا دی او یوی ښځی ته څلور میړونه ندی روا؟

جواب : په اسلام کی یو سړی ته څلور ښځی الله ج ځکه روا کړی دی چه.....

۱- که یو سړی څلور ښځی وکړی نو هغوی کولی شی چه په یو ځل څلور اولادونه وزیږوی خو که یوه ښځه څلور میړونه وکړی نو په یو ځل څلور اولادونه نشی راوړلی.

۲- که یو سړی څلور ښځی وکړی او له هری ښځی نه یی اولاد وشی نو دلته د هر ماشوم د پلار نسب هم معلوم شو چه فلانی سړی د فلانی ماشوم پلار دی او د هر یوو ماشوم د مور نسب هم معلوم شو چه فلانی ماشوم له فلانۍ مور څخه زیږیدلی دی،
او که باالعکس یوه ښځه څلور میړونه وکړی او اولاد یی پیدا شی نو دلته د دی ماشوم د مور نسب خو معلوم شو چه د فلانی ماشوم مور فلانۍ ده خو د پلار نسب یی معلوم نه شو ځکه چه د دی ماشوم څلور پلاران شول نو دلته د پلار د نسب خلطیت او ګډوډی راغله چه اوس د دی ماشوم پلار په دی څلورو سړیو کی کوم یو ده؟
داسی خو هم نشی کیدلی چه د یو ماشوم دی څلور پلاران وی؟

۳- یو سړی ته ځکه څلور ښځی روادی چه نسبت سړیو ته د ښځو تعداد په نړی کی زیات دی هغه ځکه چه سړی د ښځو په نسبت تلفات زیات لری لکه په جنګونو ټکرونو او نورو حادثاتو کی سړی تلفات لری او ښځی دومره تلفات نلری نو اوس که یو سړی یوه ښځه وکړی او یا یوه ښځه څلور میړونه وکړی نو د ښځو زیاته برخه به بی میړونو پاتی شی او زنا ته به لاره هواره شی

۴- د نارینه په بدن کې تر اتیا شاوخوا کلونو پورې د نسل وړتیا وې.
او د ښځې په بدن کې تر پنځوسو، پنځه پنځوس شاوخوا کلونو د نسل وړتيا وې. نو د نسل ډېرولو لپاره دې ته اړتیا لیدل کېږي، چې نارینه نورو ښځو سره هم نکاح وکړي، ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امر سره سم اولادونه ډېر کړي.

۵- سړی ته ځکه څلور ښځی روا دی چه نارینه په طبعی ډول سره ترښځې طاقتوردی، نوځکه ئې جنسی رجحان هم نسبت ښځې ته اضافه دی، چی دایومنلی حقیقت دی،

۶– د هر انسان مرستيال ته اړتیا وې، ځکه انسان یو کمزوری بنده دی. نو ښه مرستيالان یې اولادونه دي.
نو غواړي ډېر اولادونه ولري، ترڅو په ټولنيز ژوند کې ورسره مرسته وکړي، نو که له دې سره سره یوه ښځه ولري، نو د هغې له نورو ډېرو ستونزو سره سره به یې مېړه ډېر اولاد راوړلو ته اړوي، نو که بله ښځه روا نشې ښځه به له ستم سره مخ شې.

۷– د انسان نفس د کوروالي غوښتنه کوې، نو که بلې ښځې سره نکاح روا نشې، کېدی شې په داسې وخت کې له خپلې ښځې سره په کوروالي اخته شي، چې الله ج په هغه وخت کې ورڅخه منعه کړي، لکه د میاشتنۍ ښځينه ناروغي (حیض) یا نفاس په وخت کې.

۸– که یو سړی څلور ښځی وکړی نو د څلورو ښځو پالنه او ساتنه کولی شی خو که یوه ښځه څلور میړونه وکړی نو دا ښځه د څلورو میړونو ساتنه او پالنه نشی کولی

همدارنګه د نړیوالې نفوس شميرنې ادارې دا جوته کړې، چې په هغو ملتونو او تګلارو کې، چې یوازې یوه ښځه نارینه ته روا بولي د بې پلاره اولادونو سلنه ډېره لوړه ده: لکه
فرنسه: 30 سلنه
میونخ:40 سلنه
نمسا: 50 سلنه
بروکسل: 60 سلنه
بی پلاره اولادونه لری چه هیڅ نسب یی معلوم نه وی چه دا اوس د چازوی ده دکوم قوم ده.
نو دلته سړی ته معلومات وشی چه زمونږ شریعت څومره ښکلی او باعزته قانون لری

لکه څرنګه چی مخکی ورته اشاره وشوه، د یو سړی په نکاح کی د زیاتو ښځو د شتون موضوع ډیر پخوانی رواج و، اسلام یوازی دغه رواج تعدیل کړ او هغه ته یی قانونی بڼه ورکړه چی په لاندی توګه به تشریح شی:
اسلام د زیاتو ښځو سره د نکاح شمیر تر څلورو پوری را محدود کړ: د نساء په سورت کی الله ج دی موضوع ته داسی اشاره کوی
( فانکحوا ماطاب لکم من النسا مثنی و ثلاث و رباع فان خفتم الا تعدلو فواحدة او ما ملکت ایمانکم ذالک ادنی الا تعولو)
ژباړه : کومی ښځی چی ستاسو خوښیږی د هغو د دوو، دوو، دریو، دریو او څلورو څلورو سره نکاح وکړی، خو که له تاسو سره اندیښنه وی چی له هغوی سره به عدالت ونشی کړای; نو یوه ښځه وکړی یا له هغو وینځو نه ازدواجی کار واخلی چی تاسو ته په لاس درغلی دی ( د هغو مالکان یاست ) پدی توګه به د بی عدالتی نه په ښه شان ژغورل کیدای شی.

همدارنګه په نبوی احادیثو کی هم ددی موضوع تائید شویدی، لکه په یوه حدیث شریف کی چی راغلی دی:
( ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال لرجل من ثقیف اسلم و عنده عشر نسوة حین اسلم الثقفی امسک منهن اربع و فارق سائروهن )
ژباړه : رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) غیلان الثقفی ( رضی الله تعالی عنه ) ته چی د اسلام راوړلو د مخه یی د جاهلیت پر محال لس ښځی په نکاح کړی وی، وویل چی څلور تری پریږده او پاتی نوری بیلی کړه.

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) په ژوند کی له هغه څخه وروسته تر نن ورځی پوری هیچا له څلورو څخه زیاتی ښځی ندی په نکاح کړی نو په دغه کار باندی عملی اجماع شوی ده.

د اسلام دغه قانون یوازی د اباحت په حد کی دی، فرض یا واجب ندی:

اسلامی قانون تر یو ځانګړی وخت او مکان پوری اړه نلری، د قیامت تر ورځی چی څومره انسانان ژوند تر سره کوی، د ټولو لپاره د تطبیق وړ یو نظام دی، نو اسلامی شریعت دغه دروازه په کامله توګه د انسانانو پر مخ ونه تړله، بلکه د جواز په حد کی یی اجازه ورکړه چی د اړتیا پر وخت له دغه قانون څخه ګټه پورته شی.......!
copy

No comments:

Post a Comment