Search all websites

Friday, November 30, 2018

معلومات اسلامی

ملائکې څنګه مري؟

الله تعالى په قرآن کریم کې فرمایي:
-«كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ، وَيَبْقٰى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْإِكْرَامِ»
ژباړه:
-هر څه چې پر دغې ځمکې باندې دي، فنا کېدونكي دي او یواځې ستا رب چې د جلال او درناوي خاوند دی، باقي پاتې كېدونكى دى.

علامه ابن الجوزي رحمه الله په «بستان الواعظین و ریاض السامعین» کې لیکي:

-کله چې اسرافیل علیه السلام د لومړي ځل لپاره د صور شپیلۍ پو کړي؛ نو ځمکه به د سختې زلزلې له امله ټوله اواره او برابره شي؛ د ځمکې ټول اوسېدونکي به هلاک شي؛ د اوو اسمانونو ټولې ملائکې به مړې شي؛ تسبیح ویونکې او صف درېدونکې ملائکې به هم ټولې مړې شي؛ عرش پورته کوونکی او د الله تعالى تمجید او بزرګي بیانوونکي فرشتې به هم مړې شي او څلور مقربې ملائکي جبریل، میکائیل، اسرافیل او ملک الموت علیهم السلام به پاتې شي.

د جبریل علیه السلام مرګ:

الله تعالی به وفرمایي:

ای د مرګ ملائکي! څوک پاتې دي؟ سره ددې چې الله تعالی ته به د هرڅه علم وي.

ملک الموت (عزرائیل علیه السلام) به ووایي:

ای زما پروردګاره تاته ښه معلومه ده. اسرافیل، میکائیل، جبریل او ضعیف و ناچاره بنده ملک الموت دې پاتې دي.

الله تعالی به ورته وفرمایي:

-ورشه جبرئیل ته او روح یې قبض کړه. ملک الموت به ولاړه شي او جبریل علیه السلام به د سجدې په حالت کې ومومي، بیا به ورته ووایي:

ای مسکینه! ته له هغه څه څخه کوم شي غافل کړی یې، د څه چې له تا څخه غوښتنه کیږي؟ د آدم ټوله اولاده، د دنیا او ځمکې ټول اوسېدونکي، مرغان، درندې حشرات، د ځمکې اوسېدونکي، د عرش او کرسۍ پورته کوونکي او د سدرة المنتهی اوسېدونکي ټول مړه شول او الله تعالی ماته امر وکړ چې، اوس ستا روح قبض کړم.

هغه مهال به جبریل علیه السلام وژاړي او په زاریو به الله تعالی وایي:
یا الهي! د زنکدن سختۍ راباندې اسانه کړه!

[ای پروردګاره! چې د جبریل غوندې مقربه ملائکه زارۍ کوي او له الله تعالی څخه غواړي چې، د مرګ سختۍ پرې اسانه کړي، په داسې حال کې چې، یوه لحظه یې هم د الله تعالی نافرماني نه ده کړې؛ نو زمونږ بشر به څه حال وي چې، مرګ مو بیخي هېر دی]

ملک الموت به جبریل علیه السلام ځان ته راټینګ کړي او مړ به پر ځمکه ولوېږي ګ.

جبار ذات به بیا ووایي: ای ملک الموت! څوک پاتې شو؟

عزرائیل علیه السلام به ووایي: زما پروردګاره، میکائیل، اسرافیل او ستا کمزوری بنده ملک الموت پاتې شو.

د میکائیل علیه السلام مرګ:

[هغه فرشته چې پر باران او اوبو باندې مقرره ده]

الله تعالی به ووایي: ورشه میکائیل ته او روح یې واخله.

ملک الموت به اسرافیل علیه السلام ته ورشي او هغه به په داسې حال کې ومومي چې، د باران او اوبو انتظار به کوي، تر څو هغه پر وریځو باندې توزیع کړي. ملک الموت به هغه ته ووایي:

ای مسکینه! ته له هغه څه څخه کوم شي غافل کړی یې، د څه چې مطالبه درڅخه کیږي؟ نه د بني آدم، نه  د حیوانانو، نه د درندو او نه د حشراتو رزق پاتې شوی دی. د اسمانونو او ځمکو اوسېدونکي ټول مړه شول؛ د عرش، کرسۍ او ټولو اسمانونو تسبیح کوونکي ملائکې هم مړې شوې؛ اوس الله تعالی ستا د روح د قبض کولو حکم راته کړی دی.

میکائیل علیه السلام به هم هغه مهال په ژړا شي او له الله تعالی څخه به په زاریو غواړي چې، د مرګ سختۍ پرې اسانه کړي.

ملک الموت به هغه په غیږ کې راټینګ کړي او په داسې حال کې به مړ پر ځمکه ولوېږي چې، روح به یې وتلی وي.

الله تعالی به بیا ووایي: یا ملک الموت! څوک پاتې شو؟

عزرائیل علیه السلام به ووایي: ای زما ربه! اسرافیل او ستا عاجز بنده ملک الموت پاتې دی.

د اسرافیل علیه السلام مرګ:

[ هغه ملائکه چې، د صور د شپېلۍ پر پوکلو مأموره ده]

الله تعالی به ووایي: ورشه اسرافیل ته او روح یې وکاږه.

ملک الموت به اسرافیل علیه السلام ته د الله تعالی د امر مطابق ورشي. ( اسرافیل علیه السلام د ډېر ستر جسامت او بدن څښتن لویه فرشته ده) عزرائیل علیه السلام به هغه ته ووایي:

ای مسکینه! څه چې له تا څخه غوښتل شوي دي، له هغه څخه څه شي غافل کړی یې؟ مخلوقات ټول مړه شول او هیڅوک هم پاتې نه شو، اوس الله تعالی حکم راته کړی چې، ستا روح واخلم.

اسرافیل علیه السلام به ووایي: پاک دی هغه ذات چې مخلوقات یې په مرګ سره خاموش کړل؛ پاک دی هغه ذات چې په بقاء سره یې ځان ځانګړی کړ. ای پروردګاره! د مرګ سختۍ او تریخوالی راته اسانه کړه.

ملک الموت به اسرافیل علیه السلام هم ځان ته راټینګ کړي، روح به یې واخلي او بې روحه ستره مجسمه به یې پر ځمکه ولوېږي. که د اسمانونو او ځمکې ټول اوسېدونکي ژوندي وای؛ نو د اسرافیل علیه السلام د لوېدلو له سختۍ او شدت څخه به ټول مړه شوي وای.

د ملک الموت عزرائیل علیه السلام مرګ:

[هغه ملائکه چې د ارواحو پر قبض کولو مأموره ده]

الله تعالی به پوښتنه ترې وکړي چې، څوک پاتې شو ای ملک الموت؟

ملک الموت به ووایي: زما ربه او زما پروردګاره، ستا عاجز بنده ملک الموت پاتې شو.

الله به ووایي:

زما دې په خپل عزت او جلال سره قسم وي، چې زه به په تا هغه څه څکم، څه چې تا زما په بندګانو وڅکی، د جنت او دوزخ تر منځ ولاړ شه او ومره.

ملک الموت به د جنت او دوزخ تر منځ ولاړ شي او یوه هیبت ناکه چیغه به یې له خولې ووځي، که الله تعالی خپل بندګان مړه کړي نه وای؛ نو ټول به د عزرائیل علیه السلام د چیغې له سختۍ او تندوالي څخه مړه شوي وای.

بیا به الله تعالی بلاکیفه دنیا ته ور وګوري او وبه وایي:

-ای دنیا! چیرې دي ستا ویالې، ونې او ودانۍ؟
-چیرې دي پاچاهان او د پاچاهانو اولادونه؟
-چیرې دي جبارین او د جبارینو اولادونه؟
-چیرې دي هغه کسان چې، زما رزق به یې خوړه، زما په نمعتونو کې به یې چړچې کولې او عبادت به یې د نورو کوه؟
نن ورځ پاچاهي د چا ده؟

هیڅوک به ځواب ورنه کړي، بیا به الله تعالی خپله ووایي:

الملک لله الواحد القهار.

نن پاچاهي د الله تعالی ده، هغه چې یک تنها ذات او قهار دی.

ګرانو وروڼو!
مرګ هغه ستر حقیقت دی چې، کفار یې هم مني؛ خو راځئ چې، مونږ او تاسې ورته ځانونه چمتو کړو!


Thursday, November 22, 2018

توان ریش تراشیدن


*دږيــــرې خرېيلو  " 40 "  څلويښت  زيـانــونه:*

دوســتانو دثواب په خاطر يې شيــر کړى ،
*رسول الله* ،صلی الله علیه ږسلم، فرمايلي دي ، چې دمشرکـانـو خلاف کار وکړى ږيـرې پريــږدى او بــريـتونه کم کړئ  ،

ګيـره چې سوک کلوي نو دهغې تاوانونه
1: دمـجوسو کفـارو سـره مشـابهت لري ،

2: دقيامت په ورځ به دنصاراٶ په صف کې راپورته کيـږي ،

3: دا دلوط ــ ع ــ دتباه شوي قوم عمل دى ،

4: دا دټـولو انبياٶ دسنتــو خلاف کړنه ده ځکه ټــولو انبياٶ ګــيـري پــريښي،

5 :  دريښتيني علماٶ ســره يې مخــالفت راځــي ،

6 : دريښتيني شهداٶ سـره يي مخالفت راځــي ،

7 : دا دنبي ـ ع ـ دحديث خلاف کيږي،

8 : دږيري دعزتمندو ويښتانو بې عزتي راځي ،

9 : دشريــعت له امر څخه ســر غړونه ده ،

10 : د نبوي سنتو څخه محرو مــيـدل دي ،

11 : دږيرې دخلالو لو ثــواب له مينځه زي ،

12 : دمخ نــور کمــيـــږي ،

13 : دا فســــق او کبــيره ګناه ده ،

14 : نايي ته دږيرې خريلو امر ـ بل ته دګناه کولو امر دى ،

15 : اســراف اوبې ځايه پيسې خرچ کول دي او اسراف کونکى دشيطان ورور دى ،

16 : حرام مال ته دى دعوت ورکــول دي ،

17 : په ناروا ځايي مال خرچ کول دي ،

18 : دوخـــت بربادول دي ،

19 : دنيـکو کارونو څخه منعه کول دي ،

20 :  دنايي وخت بر بادول دي ،

21 : دنايي ګنــهګارول دي ،

22 : دقبيــح او بد کار باندې عمل کول دي ،

23 : دغــيـبت کولو ســبب ګرځــي ،

24 : قـاضي به يي ګواهي نه قبلوي ،

25 : نايي بې مجبه په ديت کې راځي ،

26 : دچـاچې ګيره خريلې وي دهغه ګواهي نه قبليږي ،

27 : شيطان ور باندې خوشحاليږي او شيطان دانسان دښمن دى ،

28 : ږيــره لرونکي ورته بد ښکاري ،

29 : دږيــرو والا باندې ټوکې او خندا کوي   ـ دا ګناه ده ،

30 : ږيــرو  ولا دسکهانو  سره مشابه کوي  ،

31 : په نـورو ګنا هونو هونو جرئت او زړورتيا پيدا کوي  ،

32 : د ټــولو نېکانو بې عزتي کيږي ،

33 : بې ګيـرو پسې لمونځ مکروه دى ،

34 : په لويه ګناه کې هميشه اخته کيږي  ،

35 : په دې بد عمل خوشحاليږي او ځان ورته  ښه ښکاري  ، چې پدې کافر کيږي ؛

36 : دښځو سره يې مشابهت راځي ،

37 :  دشهوت قوه يې کميږي ،داخبره نوي ساينس هم ثابته کړې ده ،

38 : دمخ پوستکۍ يې بدرنګه کيږي:👇📸

Thursday, November 15, 2018

صدام حسین


ﻧﻮﻣﻮړﯼ ﺟﻨﺮﺍﻝ ﻟﯿﮑﻠﯽ ﺩﻱ : ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺻﺪﺍﻡ ﺣﺴﯿﻦ ﺑﺎﻧﺪﯤ ﺩ ﺍﻋﺪﺍﻡ ﻓﯿﺼﻠﻪ
ﻭﺷﻮﻩ ﻧﻮ ﺯﻩ ﻫﻢ ﻣﻮﺟﻮﺩ ﻭﻡ،
ﺻﺪﺍﻡ ﺣﺴﯿﻦ ﭼﯥ ﮐﻠﻪ ﺩ ﺍﻋﺪﺍﻡ ﻓﯿﺼﻠﻪ ﻭﺍﻭﺭﯾﺪﻩ ﻧﻮ ډﯾﺮ ﻣﺴﮑﺊ ﺷﻮ ﺍﻭ ﺯﻩ
ﺩﻏﻪ ﺣﺎﻟﺖ ډﯾﺮ ﺣﯿﺮﺍﻥ ﮐړﻡ
ﭼﯥ ﯾﻮ څﻮﮎ ﺩ ﺧﭙﻞ ﻣﺮګ ﺧﺒﺮ ﻭﺍﻭﺭﻱ ﺍﻭ ﺑﯿﺎ ﻣﺴﮑﺊ ﺷﻲ ﭘﺪﺍﺳﯥ ﺣﺎﻝ
ﮐﯥ ﭼﯥ ﻣﺮګ ﺗﻪ ﻫﯿڅﻮﮎ ﺯړﻩ
ﻧﻪ ښﻪ ﮐﻮﻱ .
ﺩ ﺻﺪﺍﻡ ﺣﺴﯿﻦ ﺩ ﺍﻋﺪﺍﻡ ﭘﻪ ﺁﺧﺮﯾﻨۍ ﺷﭙﻪ ﺻﺪﺍﻡ ﺣﺴﯿﻦ ډﯾﺮ ﺧﻮښ ﻭ، ﻧﯿﻤﻪ
ﺷﭙﻪ ﻭﻩ ﭼﯥ ﺯﻣﻮﻧږ ﻧﻪ ﯾﯥ
ﻭﺭﯾﮋﯤ ﺍﻭ ﺳﻮﺭ ﺷﻮﯼ ﭼﺮګ ﻭﻏﻮښﺖ، ﮐﻠﻪ ﻣﻮ ﭼﯥ ﭼﺮګ ﺍﻭ ﻭﺭﯾﮋﯤ ﻭﺭﺗﻪ
ﺭﺍﻭړﯤ ﻫﻐﻪ ﯾﯥ ډﯾﺮ ﭘﻪ
ﺧﻮﻧﺪ ﺳﺮﻩ ﻭﺧﻮړﻝ ﺍﻭ ﺑﯿﺎ ﯾﯥ ﺷﺎﺕ ﺍﻭ ﺟﻮﺵ ﺍﻭﺑﻪ ﻫﻢ ﻭﻏﻮښﺘﯥ، ﺷﺎﺕ
ﯾﯥ ﭘﻪ ﺟﻮﺵ ﺍﻭﺑﻮ ﮐﯥ
ﻭﺍﭼﻮﻝ ﺍﻭ ﺑﯿﺎ ﯾﯥ ﺩﺭﯼ ګﯿﻼﺳﻪ ﻭڅښﻞ ﺍﻭ ﻭﻭﯾﻞ ﭼﯥ ﺩﺍ ﺯﻣﺎ ﺩ
ﻣﺎﺷﻮﻣﺘﻮﺏ ﻧﻪ ﻋﺎﺩﺕ ﺩﯼ ﭼﯥ ﭘﻪ
ﺟﻮﺵ ﺍﻭﺑﻮ ﮐﯥ ﺷﺎﺕ څښﻢ .
ﺑﯿﺎ ﺟګ ﺷﻮ ﺍﻭﺩﺱ ﯾﯥ ﻭﮐړ ﺍﻭ ﺧﭙﻞ ﮐټ ﺑﺎﻧﺪﯤ ﮐﯿﻨﺎﺳﺖ ﺩ ﻗﺮﺁﻥ ﮐﺮﯾﻢ
ﺗﻼﻭﺕ ﯾﯥ ﻭﮐړ ﺍﻭ ﺑﯿﺎ ﯾﯥ ﻣﻮﻧږ
ﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺯﻣﺎ ﮐﻮټ ﺭﺍﮐړﺉ ﭼﯥ ﻣﺎ ﺑﻪ ﻟﻪ ﻧﯿﻮﻟﻮ ﻧﻪ ﻣﺨﮑﯥ
ﺍﻏﻮﺳﺘﺊ ﻭ .
ﻣﻮﻧږ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ ﮐﻮټ ﻭﻟﯥ ﺍﻏﻮﻧﺪﯤ؟ ﺗﻪ ﺧﻮ ﺍﻭﺱ ﻣﺮګ ﺗﻪ ﻭﺭ ﺭﻭﺍﻥ
ﯾﯥ !
ﺑﯿﺎ ﯾﯽ ﺭﺍﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ : ﭼﯥ ﻋﺮﺍﻕ ﮐﯥ ﺳﻬﺎﺭ ﻣﻬﺎﻝ ﯾﺨﻨﻲ ډﯾﺮﻩ ﻭﻱ ﻫﺴﯥ
ﻧﻪ ﭼﯥ ﺩ ﺍﻋﺪﺍﻡ ﭘﻪ ﻭﺧﺖ ﺯﻩ ﺩ
ﯾﺦ ﻟﻪ ﻭﺟﯥ ﻭﺭﯾږﺩﻡ ﺍﻭ ﺯﻣﺎ ﻣﻠﺖ ﺑﻪ ﺩﺍ ګﻤﺎﻥ ﻭﮐړﻱ ﭼﯥ ﺯﻩ ﺩ ﻣﺮګ ﻟﻪ
ﻭﯾﺮﯤ ﺭﯾږﺩﻡ .
ﺑﯿﺎ ﻣﻮ ﮐﻮټ ﻭﺭﮐړ ﺍﻭ ﺩ ﺍﻋﺪﺍﻡ ځﺎﯼ ﺗﻪ ﻣﻮ ﻭﺭﺳﺎﻭﻩ، ﺩ ﻣﺤﮑﻤﯥ ﻗﺎﺿﯿﺎﻥ
ﺍﻭ ﯾﻮ ﺷﻤﯿﺮ ﻧﻮﺭ ﻟﻮړ ﭘﻮړﻱ
ﺍﻣﺮﯾﮑﺎﺋﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﯽ ﻫﻢ ﺣﺎﺿﺮ ﺷﻮﻝ، ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺻﺪﺍﻡ ﺣﺴﯿﻦ ﺩ ﺍﻋﺪﺍﻡ
ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻣﯿﺰ ﺑﺎﻧﺪﯤ ﻭﺩﺭﻭﻝ ﺷﻮ
ﻧﻮﻣﻮړﯼ ﺩ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﺷﻌﺎﺭ ( ﮐﻠﯿﻤﻪ ﺷﻬﺎﺩﺕ ) څﻮ ځﻠﻪ ﺗﮑﺮﺍﺭ ﮐړﻩ ﺍﻭ
ډﯾﺮ ﻣﺴﮑﺊ ﻣﺴﮑﺊ ﮐﯿﺪﻩ، ﺑﯿﺎ
ﯾﯥ ﺩ ﻣﺤﮑﻤﯥ ﻗﺎﺿﯿﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ : ﭘﺪﯤ ﺳﺮﻩ ﭘﻮﻩ ﺷﺊ ﭼﯥ ﺯﻩ ﺑﻪ ﻧﻦ ﺩ
ﺍﻣﺮﯾﮑﺎﯾﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ﻣړ ﮐﯿږﻡ
ﻣګﺮ ﺩﺍﺳﯥ ﻭﺧﺖ ﺑﻪ ﺭﺍﺷﯽ ﭼﯥ ﺗﺎﺳﯥ ﺑﻪ ﺩ ﺧﭙﻞ ﻣﻠﺖ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ﻣړ
ﮐﯿږﺉ .
ﻫﻤﺪﻏﻪ ﯾﯥ ﺩ ﮊﻭﻧﺪ ﺁﺧﺮﻱ ﻟﺤﻈﯥ ﻭﯤ ﺍﻭ ﺑﯿﺎ ﻣﻮ ﺍﻋﺪﺍﻡ ﮐړ، ﻧﻮﻣﻮړﯼ ﺟﻨﺮﺍﻝ
ﻟﯿﮑﻠﯽ ﺩﯼ : ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﻣﺎ ﺩ
ﺻﺪﺍﻡ ﺣﺴﯿﻦ ﻟﻪ ﺧﻮﻟﯥ ﻧﻪ ﺩ ﺷﻬﺎﺩﺕ ﮐﻠﯿﻤﻪ ﻭﺍﻭﺭﯾﺪﻟﻪ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺯﯾﺎﺕ ﻭ ډﺍﺭ
ﺷﻮﻡ ﺍﻭ ﭘﺪﯤ ﻫڅﻪ ﮐﯥ ﺷﻮﻡ
ﭼﯥ ﺑﻬﺮ ﺗﻪ ﻭﺗښﺘﻢ ﻣﺎ ﻭﯾﻞ ﻟﮑﻪ ﭼﯥ ﺩﺍ ټﻮﻟﻪ ﺳﺎﺣﻪ ﭘﻪ ﺑﻤﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪﯤ
ﭘﻮښﻞ ﺷﻮﯤ ﺩﻩ ﺍﻭﺱ ﺑﻪ ﯾﻮ ﺩﺭﺯ
ﻭﻫﻲ ﺍﻭ ﻣﻮﻧږ ټﻮﻝ ﺑﻪ ﭘﮑﯥ ﻣړﻩ ﺷﻮ .

معلومات اسلامی

1-محمّد پسر عبدالله
 2-پسر عبدالمطلّب
3- پسر هاشم
 4-پسرعبدمناف
 5-پسر قصی
6- پسر کلاب
7-پسر مره
8-پسر کعب
9- پسر لوی
 10-پسر غالب
11-پسر فهر
12-پسر مالک
13- پسر نضر
14-پسر کنانه
15-پسر خزیمه
16-پسر مدرکه
17- پسر الیاس
 18-پسرمضر
19- پسر نزار
 20-پسر معد
21-پسر عدنان
22- پسر اذر
23-پسرالهمیس
24- پسر سلامن
25-پسر الپسرت
26- پسر حمل
 27-پسرقیدار نبی
28- پسر اسماعیل
29-پسر ابراهیم
30-پسر تارخ
 31-پسرناخور
32- پسر شروغ
 33-پسر ارغو
34- پسر فالغ
35-پسر عابر
36- پسرشالح
37- پسر ارفخشد
 38-پسر سام
39-پسر نوح
40- پسر مالک
41-پسر متوشلخ
42-پسر اخنوخ
43-پسر البارض
44- پسر مهلائیل
45- پسر قینان
46- پسر انوش
47- پسر شیث
 48-پسر آدم.


Saturday, November 10, 2018

Tuesday, November 6, 2018

Sunday, November 4, 2018

Shahir and kabeer kakar

Ishaqullah son

در اسلام چهار زن چرا روا است

ولې یو نارینه ته څلور ښځې روا دی او یوی ښځی ته څلور میړونه ندی روا؟

جواب : په اسلام کی یو سړی ته څلور ښځی الله ج ځکه روا کړی دی چه.....

۱- که یو سړی څلور ښځی وکړی نو هغوی کولی شی چه په یو ځل څلور اولادونه وزیږوی خو که یوه ښځه څلور میړونه وکړی نو په یو ځل څلور اولادونه نشی راوړلی.

۲- که یو سړی څلور ښځی وکړی او له هری ښځی نه یی اولاد وشی نو دلته د هر ماشوم د پلار نسب هم معلوم شو چه فلانی سړی د فلانی ماشوم پلار دی او د هر یوو ماشوم د مور نسب هم معلوم شو چه فلانی ماشوم له فلانۍ مور څخه زیږیدلی دی،
او که باالعکس یوه ښځه څلور میړونه وکړی او اولاد یی پیدا شی نو دلته د دی ماشوم د مور نسب خو معلوم شو چه د فلانی ماشوم مور فلانۍ ده خو د پلار نسب یی معلوم نه شو ځکه چه د دی ماشوم څلور پلاران شول نو دلته د پلار د نسب خلطیت او ګډوډی راغله چه اوس د دی ماشوم پلار په دی څلورو سړیو کی کوم یو ده؟
داسی خو هم نشی کیدلی چه د یو ماشوم دی څلور پلاران وی؟

۳- یو سړی ته ځکه څلور ښځی روادی چه نسبت سړیو ته د ښځو تعداد په نړی کی زیات دی هغه ځکه چه سړی د ښځو په نسبت تلفات زیات لری لکه په جنګونو ټکرونو او نورو حادثاتو کی سړی تلفات لری او ښځی دومره تلفات نلری نو اوس که یو سړی یوه ښځه وکړی او یا یوه ښځه څلور میړونه وکړی نو د ښځو زیاته برخه به بی میړونو پاتی شی او زنا ته به لاره هواره شی

۴- د نارینه په بدن کې تر اتیا شاوخوا کلونو پورې د نسل وړتیا وې.
او د ښځې په بدن کې تر پنځوسو، پنځه پنځوس شاوخوا کلونو د نسل وړتيا وې. نو د نسل ډېرولو لپاره دې ته اړتیا لیدل کېږي، چې نارینه نورو ښځو سره هم نکاح وکړي، ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امر سره سم اولادونه ډېر کړي.

۵- سړی ته ځکه څلور ښځی روا دی چه نارینه په طبعی ډول سره ترښځې طاقتوردی، نوځکه ئې جنسی رجحان هم نسبت ښځې ته اضافه دی، چی دایومنلی حقیقت دی،

۶– د هر انسان مرستيال ته اړتیا وې، ځکه انسان یو کمزوری بنده دی. نو ښه مرستيالان یې اولادونه دي.
نو غواړي ډېر اولادونه ولري، ترڅو په ټولنيز ژوند کې ورسره مرسته وکړي، نو که له دې سره سره یوه ښځه ولري، نو د هغې له نورو ډېرو ستونزو سره سره به یې مېړه ډېر اولاد راوړلو ته اړوي، نو که بله ښځه روا نشې ښځه به له ستم سره مخ شې.

۷– د انسان نفس د کوروالي غوښتنه کوې، نو که بلې ښځې سره نکاح روا نشې، کېدی شې په داسې وخت کې له خپلې ښځې سره په کوروالي اخته شي، چې الله ج په هغه وخت کې ورڅخه منعه کړي، لکه د میاشتنۍ ښځينه ناروغي (حیض) یا نفاس په وخت کې.

۸– که یو سړی څلور ښځی وکړی نو د څلورو ښځو پالنه او ساتنه کولی شی خو که یوه ښځه څلور میړونه وکړی نو دا ښځه د څلورو میړونو ساتنه او پالنه نشی کولی

همدارنګه د نړیوالې نفوس شميرنې ادارې دا جوته کړې، چې په هغو ملتونو او تګلارو کې، چې یوازې یوه ښځه نارینه ته روا بولي د بې پلاره اولادونو سلنه ډېره لوړه ده: لکه
فرنسه: 30 سلنه
میونخ:40 سلنه
نمسا: 50 سلنه
بروکسل: 60 سلنه
بی پلاره اولادونه لری چه هیڅ نسب یی معلوم نه وی چه دا اوس د چازوی ده دکوم قوم ده.
نو دلته سړی ته معلومات وشی چه زمونږ شریعت څومره ښکلی او باعزته قانون لری

لکه څرنګه چی مخکی ورته اشاره وشوه، د یو سړی په نکاح کی د زیاتو ښځو د شتون موضوع ډیر پخوانی رواج و، اسلام یوازی دغه رواج تعدیل کړ او هغه ته یی قانونی بڼه ورکړه چی په لاندی توګه به تشریح شی:
اسلام د زیاتو ښځو سره د نکاح شمیر تر څلورو پوری را محدود کړ: د نساء په سورت کی الله ج دی موضوع ته داسی اشاره کوی
( فانکحوا ماطاب لکم من النسا مثنی و ثلاث و رباع فان خفتم الا تعدلو فواحدة او ما ملکت ایمانکم ذالک ادنی الا تعولو)
ژباړه : کومی ښځی چی ستاسو خوښیږی د هغو د دوو، دوو، دریو، دریو او څلورو څلورو سره نکاح وکړی، خو که له تاسو سره اندیښنه وی چی له هغوی سره به عدالت ونشی کړای; نو یوه ښځه وکړی یا له هغو وینځو نه ازدواجی کار واخلی چی تاسو ته په لاس درغلی دی ( د هغو مالکان یاست ) پدی توګه به د بی عدالتی نه په ښه شان ژغورل کیدای شی.

همدارنګه په نبوی احادیثو کی هم ددی موضوع تائید شویدی، لکه په یوه حدیث شریف کی چی راغلی دی:
( ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال لرجل من ثقیف اسلم و عنده عشر نسوة حین اسلم الثقفی امسک منهن اربع و فارق سائروهن )
ژباړه : رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) غیلان الثقفی ( رضی الله تعالی عنه ) ته چی د اسلام راوړلو د مخه یی د جاهلیت پر محال لس ښځی په نکاح کړی وی، وویل چی څلور تری پریږده او پاتی نوری بیلی کړه.

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) په ژوند کی له هغه څخه وروسته تر نن ورځی پوری هیچا له څلورو څخه زیاتی ښځی ندی په نکاح کړی نو په دغه کار باندی عملی اجماع شوی ده.

د اسلام دغه قانون یوازی د اباحت په حد کی دی، فرض یا واجب ندی:

اسلامی قانون تر یو ځانګړی وخت او مکان پوری اړه نلری، د قیامت تر ورځی چی څومره انسانان ژوند تر سره کوی، د ټولو لپاره د تطبیق وړ یو نظام دی، نو اسلامی شریعت دغه دروازه په کامله توګه د انسانانو پر مخ ونه تړله، بلکه د جواز په حد کی یی اجازه ورکړه چی د اړتیا پر وخت له دغه قانون څخه ګټه پورته شی.......!
copy