*ډير_خطرناک او اړين معلومات*!
رسول الله ﷺ او جبرائل په ګډه وژړل
یزید الرقاشي له انس بن مالک رضي الله تعالی عنه څخه روایت کړی دی وایي جبرائل علیه السلام نبي علیه السلام ته داسې وخت کې په الوتې بڼه او رنګ راغی چې بل وخت په هغه وخت کې نه ورته راته نو رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم ورته وفرمایل (ولې دې په الوتې بڼه ګورم؟)
جبرائل ورته وویل : اې محمد ( صلی الله علیه وعلی آله وسلم) په دغه وخت کې درته راغلم چې الله تعالی د اور دپوکلو امر کړی چې ورته وپوکل شي ، او هغه چا ته دا په کار نه ده چې پوهیږي جهنم حق دی،اور حق دی ، د قبر عذاب حق دی او د الله تعالی عذاب ډېر لوی دی چې سترګې یې یخې شي تر څو (له دغه عذاب څخه) په امن نه شي.
بیا رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم ورته وفرمایل (اې جبرائله !د جهنم بیان راته وکړه).
جبرائل علیه السلام ورته وویل : هو ، الله جل جلاله کله چې جهنم پیدا کړ زر کاله اوریې پکې بل کړ سور شو ، بیا یې زرکاله اور پکې بل کړنو سپين شو او بیا یې زر کاله پکې بل کړنو تور شو ، هغه اورتیاره او تک تور دی چې تاو او سکروټې یې نه مري.
او پر هغه رب مې دې قسم وي چې ته یې په حقه راستولی یې که د ستنې د سپم غوندې را ایله شي د نړۍ له یو سره تر بل پورې به ټول خلک د هغه د ګرموالي له امله وسوځي.
بیا مې دې په هغه رب قسم وي چې ته یې په حقه راستولی یې که د د دوزخي کمیس د اسمان او ځمکې تر مېنځ را ځوړند شي نو د نړۍ ټول خلک به د هغه له بدبویي او ګرموالي څخه چې ورته راورسیږي مړه شي.
بیا مې د پر هغه رب قسم وي چې ته یې په حقه راستولی یې چې که د دوزخیانو هغه یو ګز (څنګل)ځنځير چې الله په خپل کتاب کې ذکر کړی دی پر یو غره کېښودل شي نو تر اووم طبق یا پټ پورې ځمکه به ویلې کړي.
بیا مې دې پر هغه رب قسم وي چې ته یې په حقه نبي راستولی یې چې که یو (دوزخي) سړی(دنړۍ) په لوېدېځ کې عذابول کیږي دده د عذاب د شدت او سختوالي له امله به هغه څوک ومري چې(دنړۍ) په ختیځ کې دی.
ګرمي یې ډېره سخته زیاته ده،ژور والی یې ډېر ستر دی،ګېڼه یې د اوسپنې ده،څښاک یې سکروټې او زېړې زووب (د زخمونوبد بویه اوبه )دي ،جامې یې د اور ټوټې دي ، اوه دروازې لري چې په هره یوه کې د ښځو اوسړو بېله بېله ور وېشل شوې برخه ده.
نو رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم ورته وفرمایل :ایا هغه (د دوزخ دروازې) داسې دي لکه زموږ دغه دروازې؟
جبرائل علیه السلام ورته وویل : نه هغه پرانستې دي ، ځینې د ځینو لاندې دي ، له یوې دروازې څخه تر بلې دروازې پورې د اویاوو کلونو مزل دی ، هره دروازه له بلې هغې دروازې څخه چې ورنږدې وي اویا چنده زیاته ګرمه ده ، دالله تعالی دښمنان به بیول کیږي کله چې خپلې (ورته ټاکلې) دروازې ته ورسیږي نو (دهغې دروازې) څوکیداران به یې د اوسپنو په کړیو او ځنځیرونو هرکلی وکړي بیا به یې په خوله کې ځنځیر ور ننباسي اوله ځټ څخه به یې ځینې وباسي بیا به یې کیڼ لاس له غړۍ سره په کړۍ بند کړی شي ، ښی لاس به یې په زړه ور ننباسي او د ولیو په مېنځ کې به یې ځینې راوباسي او په ځنځیرونو به کلک وتړل شي ،هربني ادم به له یوه شیطان سره په ځنځیر کې یو ځای شي او پړ مخ به کش کیږي ، ملایکې به یې د اوسپنې په ټوټو وهي ، کله هم چې له دې غم څخه د وتلو هڅې وکړي نو بیرته به ورستانه کړی شي .
بیا رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم ورته وفرمایل: (د دغو دروازو اوسېدونکي څوک دي؟!)
جبرائل علیه السلام ورته وویل : لاندینۍ دروازه چې (هاویه) نومیږي ،هلته به منافقان او د المائده (د عیسی علیه السلام دقوم لپاره اسماني دسترخوان)له ملګرو څخه کفار او د فرعون ملګري وي.
دوهمه دروازه حجیم نومیږي چې هلته به مشرکان وي .
دریمه دروازه (سقر) نومیږي ، هلته به مرتدان یا د ستورو عبادت کونکي وي .
څلورمه دروازه (لظی) نومیږي چې هلته به شیطان ، ملګري یې او مجوسیان (اور پالي) وي .
پنځمه دروازه چې (حطمه) نومیږي هلته به یهود وي.
شپږمه دروازه چې (العزیر) نومیږي هلته به نصارا وي .
بیا جبرائل علیه السلام رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم ته د حیا ورکولو له امله غلی شو خورسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم ورته وفرمایل (نه غواړې خبر مې کړې چې په اومه دروازه کې به څوک اوسي ؟!)
جبرائل علیه السلام ورته وویل په اوومه دروازه کې به ستا د امت هغه کسان وي چې غټ ګناهونه یې کړي وي او بې توبې مړه شوي وی، نو رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم بې هوښه شو او جبرائل علیه السلام یې سر (مبارک) تر هغه پخپله غېږ کې نیولی و تر څو چې را په هوښ کې شو کله چې را په هوښ کې شو نو جبرائل علیه السلام ته یې وفرمایل:( اې جبرائله ! غم مې ستر شو او خپګان مې لا سخت شو ، ایا زما له امت څخه به هم یو څوک اور ته داخلیږي ؟؟)
جبرائل علیه السلام ورته وویل : هو ، ستا د امت کبائر او غټ ګناهونه کونکي . بیا رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم او جبرائل علیه السلام دواړو وژړل

No comments:
Post a Comment