Search all websites

Tuesday, July 24, 2018

د کونر بند



د کونړ سورطاق بند د برېښنا فابريکه په تخنيکي او مسلکي ډول ورغول شي ښه سیسټم ورته جوړ شی ټول افغانستان ته برېښنا ورکولي شی !
( كه حكومت په کونړ کی سور طاق بند جوړل کړی دا به د نوی حكومت د بريا يوه بساري بيلكه به وي ) 👍
د کونړ سورطاق بند بینسټیزه پروژه چی کونړ جنوب چخه شمال او بیا ټول افغانستان ته بریښنا لیږدوی یو افغان مهوره د ټول ملت په خیر او یو ملی بنسټیزه پروژه ده
کونړیانو ګران هیواد په خیر تسامم نیولی   
د کونړ سورطاق د بند زېرمه د برېښنا د توليد يوه ستره سرچينه ده. ریس جمهور داود خان په وخت کورنیو انجنرانو او مصری انجنرانو سروی کړی وه او نور بهرنی هیوادونو هم جمهور ریس داود خان غوښتل دا بینسټیزه پروژه ورغوی خو دا چی وخت او پاچاهی ور سره یاری ونکړه همداسی پاتی شوه ترهغی ډېر کلونه کېږي چي دا سورطاق بند د ملی ستر بنسټیزه برېښناييزه پروژه کار تر ننه پوری سورطاق بند کار پاتی دی کونړ سورطاق د برېښنا بند دوه توربينه پری جوړیدی شی چي ۱۰۰ زرهاو مېګاواټه زیات برېښنا راباسي. د دې برېښنا ۵ مېګاواټه نورستان ۸ میګاواټه ننکرهار ۴ میګاواټه  لغمان او ۱۰ میګاواټه پاتخت کابل او پاتي نور يې به د افغانستان نور ولایتونه خلک ته ورکړی شی کاونډی چین هیواد خپلی سری پشپړیدو چخه ورسته وویل مونږ کولاي شو د کونړ سورطاق بند چخه ټول افغانستان ولایتونو ته بریښنا ورکړو او هم کلیو او بانډو ته څه چی پاتی شو موږ ته راکړی د کاونډی چین هیواد په خبره چا عملي نه كره د کونړ سورطاق بند په  د ۴۹۱ ميلونه ډالرو په ارزښت جوړ وه چي د نيژدې څوارلسو کلونو راهيسي چا پری غږ ونه ګرو نه يې کار پری وکړو زموږ حکومت د برېښنا پر وزارت يو ټوپکی، غيري مسلکي او ناسنجيده وزير کښېنولی و. وزير اسماعيل خان نه د کونړ سورطاق بند په ارزښت پوهېدو او
نه د برېښنا غم ورسره وه او نه پروا درلوده. ټېک لسګونه کاله کېږي د کونړ سيند په خوږو، رڼو او مستو اوبو د پاکستان فابریکی جلیږی او مځکي خړوبېږي. زموږ دولت د امريکا متحده ایلاتو ملل متحد او نړۍ والي ټولني له ميليارډونو ډالرو راغلل چا خبره امیل پکی واچوی ټول افغانستانه چاپیری شی او بیا هم پیسی تری پاتوی خو د سورطاق بند فابریکي په رغاونه او سمونه کي هيڅ ګټه وانه خيسته. نه يې اوبه مهار کړې، نه يې د اوبو د ذخيره کېدو سيسټم جوړ کړ. که د کونړ سورطاق د برېښنا فابريکه په تخنيکي او مسلکي ډول ورغول شي , ټول افغانستان ته برېښنا ورکولی شی👍. 
محمد زبير صافي د پښتنو ټولنی موئسس په جنوبی استرالیا کی!
کونړ ته د افغانستان کشمیر هم وایی 👍
بهرنی سیلانیان یی سیل ته راځی 😎!

No comments:

Post a Comment